IQNA

قرآنی سورې/48

په فتح سورې کې د مسلمانانو لپاره د ښکاره بریالیتوب  ځيری

7:27 - December 18, 2022
د خبر لمبر: 3486616
ایکنا-(تهران)د اسلام د سرکینیو وختونو د مسلمانانو لپاره یوه ترټولو برخلیک ټاکونکي پيښه،د حدیبیّه سوله وه او د مسلمانانو او مشرکانو ترمینځ لس کلن اور بند ټينګ شو.که څه دا یوه ساده پيښه ښکاري،خو دې سولې د مسلمانانو لپاره ډير بریالیتوبونه له ځان سره درلودل.

د قرآن  کریم شپږڅلویښتمه سوره ؛فتح؛نومیږي.دغه سوره په نهه ویشتو آیتونو سره د قرآن کریم په شپږویشتمې سپارې کې واقع ده.فتح سوره چې یوه مدنی سوره ده ،د نزول به ترتیب کې یوسل دولسمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.

ددغې سورې ؛فتح؛ نومول  په دې  دلیل دي چې  د سورې په پيل کې مبینه فتح (ځلانده بریالیتوب)په باب خبرې کوي. داسې فتح چې په حدیبیه سولې کې ،دشپږم قمری کال په دوران کې پيښه شوه. دغې سولې  د پيغمبر اکرم او د مکې د مشرکانو ترمینځ لس کلن اور بند ټینګ کړ.

 دغه تړون، په ځان پسې سترې بریاوې درلودې،لکه په اوم قمری کال کې د خیبر فتح،په اتم قمری کال کې د مکې فتح او په دغوې مودې کې د ډیرو زیاتو مشرکانو مسلمان شونه. دا هغه ؛فتح مبین؛  دي چې سوره هم پّه همدې نامې مشوره شوې ده.

د فتح سورې اصلي محتوا،د مسلمانانو د کامیابۍ پیغام راوړونکي او هغه منت او احسان دی  چې خداوندمتعال ئې پر خپل رسول او مومنانو کوي او هم په دنیا او آخرت کې د  دوي ستاینه او ورسره  ښې وعدې کول ،توحید پالو خلکو ته د ډيرو ځيرو ورکول ، د دوي زړنو او روح ته د آرامښت رسیدل او همداراز په آخرت کې  داخلاص،جهاد  او ایمان د جایزې دترلاسه کولو ځيری  او همداارز د خداي په لاره کې د مجاهدانو د تیروتنو بخښل کیدا ،کافرانو او منافقانو ته خبرداری  او د پيغمبر اکرم دلوړ موقعیّت انځورول  او د وحي او رسالت موخو ته اشاره کول په دغې سورې کې په اوڅاره توګه بیان شوي دي.

 دغه سوره د بریالیتوب دځيري له موضوع سره پيلیږي او مکې ته د واریدیدا په باب   د پیغمبر اکرم دخوب پر پوره کیداټينګار کوي.په یوې بلې برخې کې  همداراز د پيغمبر اکرم دمقام او د هغه دلوړ هدف په باب خبرې کوي.

د سورې په یوې بلې برخې کې د منافقانو د ارړنګونو او د جنګ په ډګر کې د نه ګډون په باب د هغوي بې اساسه عذرغوښتنو په باب هم خبرې شوي  او  د منافقانو نا سمو غوښتو ته هم اشاره کوي.

ورپسې  هغه ډلې ټپلې چې دجنګ په ډګر کې ئې  دحاضریدو ضرورت نشته ،معرفي کوي او بلاخراه   په یوې بلې برخې کې هم د اسلام دګران پيغمبر(ص) د پیروکارو د ځانګړنو او دهغوي  دم خصوصو صفتونو په باب هم خبرې کوي.  

 

تړلې خبرونه
captcha